طالبانو له ترکمنستان سره د رېل پټلۍ د سکټور د پراختیا لپاره دوه تړونونه لاسلیک کړي

ارشیف

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي، له ترکمنستان سره یې د افغانستان د رېل پټلۍ د سکټور د پراختیا لپاره دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې دا تړونونه د ترکمنستان د اورګاډي له ادارې سره د تورغونډۍ د بندر د پراختیا او له تورغونډۍ څخه د هرات تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره پټلۍ د جوړولو په اړه دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ټاکل شوې د ترکمنستان د رېل پټلۍ د ادارې له‌خوا د دغو دوو پروژو کار ډېر ژر پیل شي.

دقیق نه دي ویل شوي چې د دغو پروژو کار به کله پیل شي.