د طالبانو حکومت: پرون له پاکستان او ايران څخه له ۱۵۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون (شنبې) له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ تر یو نیم سل ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، ۶۹ کورنۍ له پاکستان څخه او ۸۲ کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوي دي.

د پاکستان له لوری په ایستل شویو کسانو کې،۳۱ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې، ۴۸ کورنۍ، چې له ایران څخه ستنې شوي، په نیمروز کې د ورېښمو پُل له لارې او ۳۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې بېرته راستنې شوې.