اوچا: سويډن د افغانستان سره له شپږ ميليون ډالر ډېره مرسته کړې

د مرستو يو انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یک‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې سویډن افغانستان ته د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ۶.۸ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره وایي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې سویډن له افغانستان سره تر ۸۵ میلیون ډالرو ډېرې مرستې کړي دي.

سویډن د افغانستان د بشري مرستو د صندوق څلورم لوی تمویلوونکی دی.

اوچا نن (یک‌شنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د سویډن نوې مرستې به په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو بشري اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره ځانګړې شي.

ملګری ملتونه وایي، تېر کال د له افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د۸۱.۶ میلیون ډالرو مرسته شوې وه.