بیګ بیش؛ سږ کال هېڅ افغان لوبغاړی ونه پېرل شو

د بیګ بیش له مخکېنیو سیالیو یو انځور

د اسټرالیا د کورنیو شل اوریزو سیالیو یا بیګ بیش د ۱۴م پړاو سیالیو د لوبغاړو د پېرلو مراسم ترسره شول.

نن یکشنبه د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د بیګ بیش د ډرافټ یا د لوبغاړو د اخستلو مراسم بشپړ شول، خو سږ کال هېڅ افغان لوبغاړی یاد لیګ ته ونه پېرل شو.

څو ورځې وړاندې په خبرونو کې وویل شول چې راشدخان په‌خپله خوښه ونه غوښتل چې سږ کال کال دې هم د دې لیګ برخه ووسي.

د بیګ بیش لیګ په تېرو پړاوونو کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبېدلي دي.

وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د حکومت د محدویتونو له امله له ملي لوبډلې سره څو وار لوبلړۍ وځنډولې، افغان ملي لوبغاړو یې هم په غبرګون کې له بیګ بیش لیګ سره پرېکون وکړ.

د ویلو ده چې د بیګ بیش لیګ سیالۍ به د روان کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه پيل شي.