د تهران والي: بهرني اتباع به له ښاري او غیرښاري خدماتو بې برخې شي

د تهران یوه څنډه

په ایران کې پر افغان اتباعو د فشارونو په دوام کې، د تهران والي ګواښ وکړ چې غیر مجاز اتباع به له هغه څه څخه بې برخې شي چې ده "ښاري او غیر ښاري خدمات" وبلل.

علي رضا فخاري پرون شنبې مهر خبري اژانس ته وویل: "غیر مجاز اتباع باید ژر تر ژره له ایرانه ووځي او دا پلان د تهران ولایت په کچه جدي او څرګنده چاره ده چې باید اجرا شي."

ایراني چارواکي اکثراً د هغو افغانانو لپاره د" اتباع" کلمه کاروي چې په ایران کې مېشت دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران په کورنیو رسنیو کې له ایران څخه د بهرنیو اتباعو د نیولو او ایستلو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي او که څه هم په دغو راپورونو کې د دغو کسانو د تابعیت یادونه نه ده شوې، خو په دې برخه کې راپورونه ښيي چې زیاتره دا کسان افغانان دي.