د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پوځي ځواکونو یې د دونیڅک په سیمه کې د کیروفا ښار، چې په اوکراین کې د "وورزامسکې" په نوم پیژندل کیږي، نیولی دی.
دونیڅک د اوکراین له څلورو سیمو څخه یوه ده چې که څه هم روسیه پرې بشپړه ولکه نه لري، خو ادعا کوي چې دا سیمه یې له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده.
کییف او لوېدیځو متحدانو یې د روسیې دا مځکنۍ ادعا رد کړې او د نمایشي ټولپوښتنې په پلمه یې د مسکو لهخوا له خپلې خاورې سره د دې سیمې ضمیمه کول غیرقانوني بللي دي.
اوکراین ژمنه کړې چې ټولې هغه سیمې به بیرته ونیسي چې روسیې نیولي دي.
په وروستیو ورځو کې، روسیې د دونیڅک په سیمه کې د پرمختګ ادعا کړې او اعلان یې کړی چې ځواکونه یې د پوکروفسک ښار د نیولو په درشل کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني ځواکونه د اګست په شپږمه د روسیې پر خاوره له ناڅاپي برید وروسته د روسیې په خاوره کې پرمختګ ته دوام ورکوي او په عین حال کې هڅه کوي چې د روسیې په کورسک سیمه کې نیولې سیمې له ځان سره وساتي.