د ایران ولسمشر د اته فیصده اقتصادي ودې ته د رسېدو لپاره په بهرنۍ پانګونې ټینګار وکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر پرون ویلي، د دې لپاره چې هېواد یې د اتو فیصدو اقتصادي ودې هدف ترلاسه کړي، په بهرنۍ پانګونه کې څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، دا مهال د ایران کلنۍ اقتصادي وده ۴ فیصده ښودل کېږي.

مسعود پزشکیان چې په جولای میاشت کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دا خبره د ایران له دولتي تلوېزیون سره په خپله هغه مرکه کې وکړه چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

هغه ویلي، ایران دغه هدف ته د رسېدو لپاره په ټوله کې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو د دې پیسې څه باندې نیمايي له محلي سرچینو ترلاسه کېدای شي.

اقتصادپوهان په دې باور دي چې اتو فیصدو ته د ایران د ناخالصو کورنیو تولیداتو د اندازې رسول به په ایران کې د انفلاسیون او بې‌کارۍ اندازه کمه کړي.

د ایران ولسمشر ویلي، د دې لپاره د اته فیصدو اقتصادي ودې هدف ترلاسه شي، دا کار له بهرنۍ نړۍ او په بهر کې له پرتو ایرانیانو سره د ایران په ارتباطاتو پورې اړه لري.