وسله‌والو د پاکستاني پوځ د یوه نیول شوي افسر په ګډون څلور کسان خوشې کړل

پاکستاني سرتېري

د پاکستان پوځ وايي، افراطي وسله‌والو پرون شنبه د پوځ د یوه نیول شوي افسر په ګډون څلور کسان خوشې کړل.

محلي پولیس وايي، د خالد امیر په نوم دغه افسر تېره چهارشنبه د پاکستاني طالبانو په یوه پخواني مرکز کې د خپل پلار د فاتحې د مراسمو پر مهال نیول شوی و.

د پاکستان پوځ د نورو جزییاتو له ورکولو پرته په یوه اعلامیه کې ویلي چې امیر او درې خپلوان یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب له قید و شرط پرته خوشې شول.

په ډېره اسمعیل خان کې د دې نیونې مسوولیت چا نه و منلی.