د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران او احتمالي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طالبانو د هواپېژندنې ادارې د نن ورځې په اوږدو کې په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران او احتمالي سېلونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې په بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګو، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې د ۱۵ او ۳۵ میلي مترو ترمنځ د باران د ورېدو او د تالندې او برښنا او سېلابونو د راوتلو امکان شته.

بیان په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کې هم د تېزو بادونو چې چټکوالی به یې په ساعت کې له ۵۰ نیولې تر ۸۰ کیلومترو پورې وي او ورسره د خاورو او دوړو اټکل کړی دی.