په ایران کې د افغان کډوالو له لوري د پانګونې د زیاتوالي خبر ورکړل شوی

په ایران کې یو مارکېټ چې افغانانو په کې پانګونه کړې ده.

د ایران د کورنیو او بهرنیو پانګونو ګډه ټولنه وايي، په دې هېواد کې دېره افغان کډوالو له دوو لکو نیولې تر پنځلس میلیون ډالرو پورې پانګونې کړې دي.

ایراني رسنیو، له هغې ډلې ایلنا خبري آژانس پرون د وږي لسمه د کورنیو او بهرنیو پانګونو د تولنې د مشرتابه پلاوي د غړي سیروس تالاري له قوله دا خبر ورکړی دی.

تالاري ویلي چې ډېری دا افغانان د استوګنې د جواز د ترلاسه کولو لپاره په ایران کې پانګونې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسنادو او جایدادونو ادارې د سږني کال د غبرګولي یا جوزا په نیمايي کې اعلان وکړ چې په ایران کې د فعالو بهرنیو شرکتونو نیمايي د افغانانو دي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو پانګونو خونې د روان کال په غويي میاشت کې رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې د افغانانو د پانګونو کچه د تېر یوه نیم کال په اوږدو کې دوه چنده شوې ده.

ویل کېږي چې په ایران کې د افغانانو د پانګونو کچه له دې مخکې تر درې میلیارد دالرو پورې رسېدله.