طالبانو له ترکمنستان سره د ټاپ پروژې د تطبیق په اړه یو سند لاسلیک کړی

ارشیف

د برښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي، د ترکمنستان د انرژۍ له وزارت سره د ټاپ د پروژې د تطبیق په اړه د یوې تفاهم پاڼې د لاسیلکېدو خبر ورکوي.

برښنا شرکت پرون د وږي لسمه پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دا سند د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره د برښنا شرکت د رییس عبدالباري عمر د لیدنې پر مهال لاسلیک شو.

ټاپ یوه لویه سیمه‌ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان برښنا افغانستان ته او له هغه ځایه پاکستان ته لېږدوي.

د برښنا شرکت بیان زیاتوي چې په تفاهم‌لیک کې دواړه لوري په خپلو قلمروونو کې د دې پروژې د اړوندو تاسیساتو د جوړولو ژمنه کوي.

د ټاپ د پروژې د تطبیق لومړنۍ موافقه د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د درې واړو هېوادونو ولسمشرانو لاسلیک کړې وه، خو دا پروژه د ځینو ستونزو له کبله د شاوخوا نهو کلونو له تېرېدو وروسته تراوسه هم نه ده بشپړه شوې.