یوه هیليکوپتره چې ۲۲ کسان پهکې سپاره وو، نن د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا په سیمه کې لوېدلې ده.
دا خبر د روسیې د هوايي چلند ادارې ورکړی دی.
له سختو بادونو سره سره په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري.
د ویتیاز ایرو شرکت دې هیلیکوپتره کې ۱۹ سېلانیان او درې عمله ناست وو.
ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې د فوټبال فدراسیون مشر ارسیني زمیاتین او مېرمن یې ښايي پهدې هیليکوپترې کې سپاره وي.
چارواکو ویلي دي، چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.