قطر د ۲۸ افغانانو د اخراج په برخه کې د جرمني او طالبانو ترمنځ خبرو کې مرسته کړې

جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.

قطر له جرمني څخه د ۲۸ افغانانو د اخراج په اړه د جرمني او طالبانو د حکومت تر منځ په خبرو کې مرسته کړې ده.

الجزیرې د شنبې په ورځ په‌دې اړه یو راپور ورکړ.

په راپور کې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په حواله راغلي، چې قطر په‌دې برخه کې د جرمني په غوښتنه همکاري کړې ده.

د قطر هوايي شرکت د جمعې په ورځ د جرمني له لایپزګ ښار څخه د جنايي فعالیتونو په تور ۲۸ افغانان د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړل.

جرمني د طالبانو له رژیم سره، چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی، ډیپلوماټیکې اړیکې نه‌لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، د قطر دنده دا وه چې د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي او اخراج شویو افغانانو ته زمینه برابره کړي چې خپل وروستي منزل ته ورسیږي.

دا په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له جرمني څخه د افغانانو د اخراج لومړۍ پېښه ده.