جرمني کې د چړې د يو بريد په وسيله شپږ کسان ټپيان شوي

د جرمني پوليس

د جرمني سیمه‌ییز چارواکي وايي، یوې ښځې د چړې په ګوزارونو شپږ کسان ټپيان کړي.

پېښه پرون ناوخته د جرمني په لوېدیځ ښار زیګن کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې شوې.

پولیسو ویلي بریدګره یوه ۳۲ کلنه ښځه ده، چې رواني تکلیف لري او مخدره مواد یې کارول.

د درې ټپيانو حالت نازک ښودل شوی.