د دغه وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن په خپله ایکسپاڼه ادعا کړې، چې پهدې اړه د یاد وزارت د لوجستیک د چارو د رییس عبدالبصیر صابري خبرې تحریف شوي.
عبدالبصیر صابري له تاس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې چې دوه ورځې مخکې خپره شوې ویلي وو، د طالبانو حکومت د شرایطو په برابرېدو سره دې ته لیواله دی چې له روسیې څخه د هوایي دفاع او هوايي حریم د کنټرول وسایل او تجهیزات وپېري.
د طالبانو پوځیان له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا د میلیاردونو ډالرو پاتې پرمختللې وسلې او وسایل کاروي.
مخکې د جګړې په وخت کې ګڼ راپورونه وو، چې د طالبانو پوځیان له ایران او روسیې څخه وسلې ترلاسه کوي.