افغان لامبوزن عباس کریمي په پارا المپیک سیالیو کې د نقرې مډال وګاټه

افغان لامبوزن عباس کریمي

کریمي چې د پاریس په پارالمپیک یا د معلولو لوبغاړو په المپيکي لوبو کې د امریکا متحده‌ایالتونو په ګټه لوبیږي، وتوانېد په ۵۰ متره لامبو کې له خپلو نورو امریکايي ملګرو سره په ګډه دویم مقام ته ورسیږي.

عباس کریمي چې له اوږو دواړه لاسونه نه‌لري له تنکۍ ځوانۍ په کابل کې د لامبو زده‌کړه پيل کړې وه.

کریمي د پښو او بدن په زور ډېره چټکه لامبو وهي.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې لومړی ترکیې او بیا امریکا ته کډوال شو، چې مخکې د کډوالو په ټیم کې لوبېده او په ۲۰۲۲ کال کې د امریکایي تابعیت په اخیستو د امریکا په ملي ټيم کې شامل شو.

تر کریمي مخکې د افغانستان یوه بله لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده د پارالمپيک په تکواندو سیالیو کې د کډوالو د ټيم په ګټه د برنزو مډال وګټي.

ذکیه د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان په ګټه د توکیو په پارالمپیک کې ګډون کړی و، خو اوس په فرانسه کې کډواله ده.