ملګري ملتونه: افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوو

د ملګروملتونو بيرغ

د طالبانو له هغه ګواښ وروسته چې وایي له یوناما سره به همکاري ونه‌کړي، ملګري ملتونه وایي چې له طالبانو سره به ښکېلتیا ته دوام ورکړي.

د UN News وېب‌پاڼې د راپور له‌مخې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوچاریک پرون جمعه په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ملګري ملتونه به په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو اړخونو سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي او دا سازمان به هغه ماموریت مخته یوسي چې امنیت شورا ورته ټاکلی دی.

هغه زیاته کړه، ملګروملتونو تل خپل ماموریت تعقیب کړی او هغه هم بې پرې او په ښه نیت سره او دا سازمان تل پر هغو نورمونو درېدلی او هغه یې مخته کړي چې د بشري حقونو او مساواتو پیغامونه ورکوي.

ښاغلي دوچاریک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه فکرکوم چې موږ په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو د لازیاتې محوه کېدو د پرېکړې په اړه څرګند دریځ غوره کړی و."

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت د پنج‌شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه ایکس‌‌پاڼه کې په یوه بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له ‌خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر د یوناما ملاتړ او ورسره همکاري نه‌‌کوي او هغه یو مخالف لوری بولي.