د پاکستان په ګوادر کې د نوي هوايي ډګر د فعالېدو چارې ځنډېدلي

له ارشيفه د پاکستان يو هوايي ډګر

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تېرې اوونۍ تر خونړیو بریدونو وروسته په ګوادر کې د نوي هوایي ډګر د فعالېدو چارې وځنډېدې.

په ګوادر کې د چین، عمان او پاکستان په ګډه پانګونه د دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوایي ډګر جوړ شوی دی، چې ټاکل شوې وه د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ، د اګست په څوارلسمه افتتاح شي، خو په هغو ورځو کې په ګوادر کې د ماه رنګ بلوچ په مشرۍ د بلوچانو د همغږۍ کمېټې اعتراضیه پرلت د دې سبب شو چې دا مراسم ترسره نه‌شي.

اوس د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې د بلوچانو د ازادي بښونکي غورځنګ د وسله‌والو د تېرې اوونۍ د بریدونو له امله چې تر اویا ډېر کسان په‌کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په یوه ورځ ووژل شول، د دې هوایي ډګر د پرانيستو مراسم وځنډېدل.

رویټرز اژانس پرون د پاکستان د هوایي چلند د ادارې او په بلوچستان کې د دوو حکومتي سرچینو په وینا راپور ورکړ، چې دا هوایي ډګر به تر هغو فعاله نه‌شي چې په سیمه کې امنیتي وضعیت سم شوی نه وي.