د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د هوایي ځواکونو قوماندان له دندې ګوښه کړ

اولیشچوک د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راهیسې د اوکراین د هوایي ځواکونو قوماندان و.

د يوې الوتکې له نسکورېدو او په‌کې د پيلوټ له مړه کېدو وروسته، د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د هوایي ځواکونو قوماندان له دندې ګوښه کړ.

ولودومیر زیلینسکي دا پرېکړه یوه ورځ وروسته تر دې وکړه چې کییف خبر ورکړ چې په امریکا کې جوړه شوې یوه ایف شپاړس الوتکه د روسیې د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو د برید د شنډولو پرمهال په اوکراین کې نسکوره شوې ده او پیلوټ یې هم مړ شوی دی.

زیلینسکي وویل چې ده د میکولا اولیشچوک د برطرفۍ پرېکړه د اوکراین د پوځ د مشرتابه د پیاوړتیا لپاره وکړه.

اولیشچوک د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راهیسې د اوکراین د هوایي ځواکونو قوماندان و.