د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبان د اوس لپاره د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او معترضو ښځو په ګډون د خپلو مخالفانو د غږ د غلي کېدو لپاره له "جبري ورکېدو" د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
د بښني نړیوال سازمان پرون د "جبري ورکو شویو" د نړیوالې ورځې په مناسبت په ايکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل، چې په افغانستان کې له ۱۹۷۰کال راپهدې خوا چې جګړې پيل شوې دي، ګڼ خلک تري تم شوې دي او د طالبانو له بیا واکمنۍ سره دا چلند روان دی، ختم شوی نهدی.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې څېړونکې فرشتې عباسي د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې تور پوری کړی و چې طالبان د خپلو مخالفانو د ویرولو لپاره خلک تري تم کوي او لهدې چلنده استفاده کوي.