د بشري حقونو کارپوهانو د امربالمعروف د قانون په اړه جدي اندېښنه ښودلې

د طالبانو عدلیې وزارت د زمري په یودېرشمه دا قانون د خپل مشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړ.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د نوي قانون په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګروملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له لورې په خپاره کړي بیان کې راغلې دي، د دې قانون تنفیذ له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې سبب کېږي.

د طالبانو عدلیې وزارت د زمري په یودېرشمه دا قانون د خپل مشر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور کړ.

د دې قانون په یوه برخه کې راغلې دي، د ښځو د ټول بدن پټېدل ضروري دي او غږ یې باید په عام محضر کې وانه‌ورېدل شي.

د ملګروملتو د بشري حقونو کارپوهانو پر نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګروملتونو پر غړیو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان لپاره یوه پياوړې، اصولي او همغږه تګ‌لاره جوړه کړي، چې د ښځو د بشري حقونو او د جنډر مساواتو په ګډون بشري حقونه یې په سر کې ځای شوې وي.

تر دې مخکې اروپایي ټولنې، د امریکا متحده‌ایالتونو، ځینو نورو هېوادونو او د بشري حقونو ګڼو سازمانونو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر له نوي قانون سره خپل مخالفت څرګند کړی وو.