په چک جمهوریت کې له دوهمې نړیوالې جګړې له وخته پاتې لوی بم والوځول شو

ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

په چک جمهوریت کې له دوهمې نړیوالې جګړې له وخته پاتې لوی بم د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې والوځول شو.

له دوهمې نړیوالې جګړې پاتې د بریتانیا د هوايي ځواک یو ناچاودی بم، د جمعې په ورځ د پلان شويو عملیاتو په ترڅ کې په چک جمهوریت کې په بریالیتوب سره والوځول شو.

د پولیسو په وینا، دا بم چې وزن یې څه باندې ۲۰۰ کیلو و، د پلازمېنې پراګ په نژدې سل کیلومترۍ کې د پېتروشیمي په یوه فابریکه کې د شګو له بوجیو د جوړ شویو پنځه متره لوړو دېوالونو منځ کې د ریموت کنټرول په ذریعه وچاودېد.

پر تلویزېونونو په خپرو شویو وېډیوګانو کې د دې چاودنې پر مهال په آسمان کې د لوګي لویه لیکه ولیدل شوه.

دا بم د روان کال د اګست په ۲۱مه نېټه د جرمني سرحد ته نژدې په شمال لوېدیځ لیتوینوف ښار کې د پېټروشیمې په یوه کارخونه کې د کیندنو پر مهال موندل شوی و.

د دې بم له موندل کېدو وروسته سمدستي شاوخوا ۶۰۰ کارګران د خوندیتوب په خاطر له کارخونې وایستل شول او په کارخونه کې کار بند شو.

پولیسو د عملیاتو پر مهال د دې سیمې دوه کیلومتره ساحه کلابنده کړې وه او د سیمې فضا یې د الوتنو لپاره ممنوع ساحه اعلان کړه.

د چاودنې له ځای څخه نژدې ۲۰ متره لیرې د پېتروشیمې فابریکې د کیمیاوي موادو پایپلاینونه تېر شوي چې دې کار د عملیاتو چاره یوڅه پېچلې کړې وه.

پولیسو ویلي چې د چاودنې له کبله کارخونې ته کوم د پام وړ زیان نه دی اوښتی، خو د دوی په وینا، کارخونه مخکې له دې چې بیا تولیدي کار په‌کې پیل شي، باید تفتیش شي.

د چاودنې پر مهال پولیسو د بم په منځ کې یو فیوز ځای پرځای کړی و، خو له دې چې پر بم ډېر وخت اوښتی و او د احتمالي خطرونو اټکل یې ګران کار و، نو ځکه دا عملیات ډېر پېچلي وو.

جرمني د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د پېتروشیمې محصولاتو دا کارخونه چې یو ډول ترکیبي پټرول یې تولیدل، په دې سیمه کې ځای پرځای کړه او د ۱۹۴۴ کال له مې میاشتې څخه د ۱۹۴۵ کال تر مارچ پورې د نازي جرمني مخالف اتحاد پر دې کارخونه بیا بیا بمباري کوله څو د پېټرولو د تولید پروسه ودروي.