د اروپایي ټولنې دفاع وزیران د اوکرایني سرتېرو د روزنې د عملیاتو پر دوام خبرې کوي

د اروپایي ټولنې د دفاع وزیران

د اروپایي ټولنې د دفاع وزیران نن جمعه په بروکسل کې د اوکرایني سرتېرو د روزنې د عملیاتو پر دوام خبرې کوي څو هغوی وکولای شي چې د روسیې د بریدونو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړي.

وزیران په نننۍ غونډه کې پردې هم خبري کوي چې اروپایي ټولنه اوکراین ته روزونکي ولېږي چې همالته دغه پروګرام مخ ته یوسي.

د اوکرایني سرتېرو د روزنې چارې اوس په جرمني او پولنډ کې ترسره کېږي.

د روزنې دغه پروګرام د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې پیل شوی د اروپایي ټولنې د شمېرو له مخې، د مې تر میاشتې پورې ۵۲زره اوکرایني سرتېري روزل شوي دي.

اروپایي ټولنه غواړي چې د روان م کال د دوبي ترپایه پوري نور ۶۰زره اوکرایني سرتېري وروزي.

په عین حال کې د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو او بهرنۍ پالیسۍ مشرجوزیف بورېل چې د دې غونډې یو ګډونوال دی د اوکراین پر لوېدیځو متحدینو فشارونه زیات کړي څو هغه محدودیتونه لیرې کړي چې کییف ته اجازه نه ورکوي چې له هغو وسلو د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره کار واخلي چې دوی ورکړي دي.

هغه نن جمه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دا خبره چې که له دغو وسلو څخه په استفادې د روسیې په خاوره کې هدفونه په نښه شي، هغه به له مسکو سره د مستقیمې جګړې د پیلېدو په معنی وي، سمه نه‌ده.