د امربالمعروف وزارت له يوناما سره د خپلې همکارۍ د پرېکون خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وایي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له مرستندویه ماموریت یوناما سره همکاري نه‌کوي او هغه د دښمن یو لوری بولي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې دا وزارت د یوناما په وړاندې دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې یوناما د دې وزارت له‌‌خوا په نوي نافذ شوي قانون انتقاد کړی او خبرداری يې ورکړی چې هغه به له نړیوالې ټولنې سره د دوی د ښکېلتیا راتلونکې زیانمنه کړي.

په دغه نوي قانون کې د نورو محدودیتونو ترڅنګ ویل شوي، چې ښځې باید له سر تر پښو ځان پټ کړي او خپل غږ اوچت نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د پنج‌شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه ایکس‌پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي، د یوناما له‌خوا د دوامداره تبلیغاتو په خاطر د یوناما ملاتړ او ورسره همکاري نه‌کوي او هغه یو مخالف لوری بولي.

د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو مدافعې ټولنو پر دغه نوي قانون انتقاد کړی او له طالبانو یې غوښتي چې هغه لغوه کړي.