جرمني نن يو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته ډيپورټ کړي

له ارشيفه د يو شمېر افغان کډوالو انځور

د راپورونو له‌مخې جرمني نن جمعه یو شمېر افغانان په یوه الوتکه کې افغانستان ته ډیپورټ کړي دي.

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی ځل دی چې جرمني په ډله‌ییزه توګه افغانان بېرته افغانستان ته لېږي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبیشټرایټ د افغانستان دغه اتباع جنایي مجرمین وبلل، خو په‌دې اړه یې نور جزیات ورنه‌کړل.

جرمني چې لکه د نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر له طالبانو سره ډيپلوماټیکي اړیکې نه‌لري، حکومت یې اړ دی چې د نورو چینلونو له لارې چارې مخته یوسي.

افغانستان ته د ډیپورټ شویو افغانانو شمېر ۲۸ ښودل شوی دی.

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په زولینګن ښار کې په یوه فیسټیوال کې یو کس د چړې په ګوزارونو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

مشکوک کس د سوریې وګړی ښودل شوی چې په جرمني کې یې د پنا غوښتنه کړې ده.

له‌دې او دې ته ورته نورو پېښو وروسته د جرمني صدراعظم اولاف شولز یوځل بیا ټینګار وکړ چې په‌دې هېواد کې مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.