د اسلامي همکاريو سازمان: طالبان دې د ښځو د کار او زده‌کړو پر پرېکړو له سره غور وکړي

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړيو هېوادونو بيرغونه

د اسلامي همکاريو سازمان، "OIC" د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

د دې سازمان مرستیال طارق علي بخیت د کامرون په پلازمېنه یاوندي کې د دې سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې ترڅنګ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د مخکېنيو پرېکړه‌لیکونو د تطبیق پر لارو چارو خبرې وکړې.

د اسلامي همکاريو سازمان په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي، په‌دې کتنه کې همدارنګه د تروریزم او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او د افغانستان د امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشوې.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې "OIC" په کراتو کراتو له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار د حقونو درناوی وکړي.

خو طالبانو نه یوازې په‌دې برخو کې بلکې پرښځو او نجونو نور سخت محدودیتونه هم لګولي دي.