غزه کې د پوليو واکسين په موخه جګړه کې پر درې ورځنۍ وقفه موافقه شوې

غزه کې د ماشومانو پوليسو واکسين

د اسرايیل پوځ او د فلسطینیانو حماس ډلې پرون پنج‌شنبه اعلان وکړ، چې د غزې په جګړه کې به درې ورځنۍ وقفه راولي، څو ۶لکه ۴۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

حماس د امریکا د متحده‌ایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

پرون تر دې مخکې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو په همدې موخه په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ په جګړه کې د وقفې غوښتنه کړې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان یوه لوړ رتبه چارواکي ریک پیپرکورن پرون ویلي، چې دغه وقفه به پر ځايي وخت د سهار له شپږو د ماسپښین تر درېیو بجو عملي کېږي.

غزه له ۲۵ کلونو راهیسې له ګوزڼ پاکه وه، خو د اروپايي ټولنې د اعلامیې له‌‌مخې د پولیو د وایروس کشفېدل یو خبرداری دی او په جولای میاشت کې د پولیو د یوې مثبتې پېښې ثبتېدل، هلته نور ماشومان اغېزمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، په پولیو اخته ماشوم ۱۰ میاشتنی او د دیرالبلح اوسېدونکی دی، چې واکسین شوی نه و.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دغه راز غزې ته د ګوزڼ ضد ۱۲ ميلیونه واکسینونو د رسېدو هرکلی وکړ او په‌دې برخه کې یې د اسرايیل همکاري ستایلې ده.