د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په کابل، ننګرهار، پروان او پنجشېر ولایتونو کې سېلابځپلیو ته د مرستو د وېش خبر ورکړی دی.
دغې ادارې پرون پنجشنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، تر اوسه ۵۹۴ کورنیو اضطراري سرپناوې، خوراکي او غیرخوراکي توکي او نقدې پیسې ترلاسه کړي دي.
کابل، ننګرهار، پروان او پنجشېر ولایتونه شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو.
بلخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي وو، چې د افغانستان په شمال او ختیځ کې د دغو سېلابونو له کبله نږدې زر کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د راپورونو لهمخې د دغو سېلابونو له کبله ۳ تنه مړي او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.