په ازبکستان کې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانيستل شو

د ازبکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (د اګست۲۹مه) د دې مرکز په پرانيست‌غونډه کې وویل: " د ترمذ نړیوال سوادګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی باب دی."

د برادر په خبره، دغه مرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري زمینې پراخې کړي.

بردار نن سهار په‌دې غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی و.

په غونډه کې د ازبکستان، اذربایجان قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کې د ازادې راکړې ورکړې د مرکز پر جوړېدو په تېر جمهوري حکومت کې هوکړه لاسلیک شوې وه، خو دا مرکز ۷ کاله وروسته پرانيستل کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ازبکستان سره له‌‌دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره تودې سوداګرې اړیکې پالي.