دغې افغان لوبغاړې چې د کډوالو د نړیوالې کمېټې غړې ده، نن پنجشنبه (د اګست ۲۹مه) وتوانېده د پارس په پارا المپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې خپلې کیوبايې سیاله ماته کړي.
پهدې بریا سره خدادادي د پارا المپیک د تکواندو سیالیو اتو غوره لوبغاړو کې ځای ونيوه.
خدادادي په پارالمپیک سیالیو کې لومړنۍ افغانه شوه، چې یوه بریا په خپل نوم ثبتوي.
خدادادي به په بل پړوا کې له ازبکستان څخه خپلې سیالې سره میدان ته ښکته کېږي.
که خدادادي وکولی شئ ازبکستانۍ سیالي ته ماتې ورکړي، د پارا المپیک نیمه پایلوبې ته به ورسیږي.