اسراییل: په لوېدیځه غاړه کې نهه وسله‌وال وژلي شوي

په غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو یو انځور

د اسراییلو پوځ ویلي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په پراخو عملیاتو کې يې نهه وسله‌وال وژلي دي.

خو د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې ۱۱ کسان د جنین او الفارعه کډوالو په کمپونو کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

اسراییلو تېره ورځ د فلسطین پر څلورو لویو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل.

له ۲۰۰۵م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د فلسطین څو ښارونه په دا ډول په نښه کېږي.

اسراییلو ویلي، دا عملیات يې د ترهګرۍ د له منځه وړو په هدف پیل کړي دي.