د بدخشان یو شمېر سمیې زلزلې لړزولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان ولایت یو شمېر سمیې زلزلې لړزولي دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې اداره وايي، دا زلزله نن له غرمې مخکې لس بجې د ځمکې په ۲۲۴ کیلومټرۍ کې شوې چې قدرت يې د ريښتر په کچه ۵،۴ و.

د دې ادارې د معلومات پر بنسټ، د زلزلې مرکز د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ و.

تراوسه له دې زلزلې د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه راپورونه نه‌شته.