د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، ډېر ژر به له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.
محسن نقوي پرون د اګست ۲۸مه په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره چې مشرې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیال انډریکا راډوات کوله په کتنه کې وویل، پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو اوس يې د هغو کډوالو ایستل پیل کړي چې په وینا یې، غیرقانوني دي او په دې لړ کې به ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو هم پیل کړي.
پاکستان د تېر کال له نومبر راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
په دې کتنه کې نقوي ادعا کړې چې "د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او په هره بیه چې کېږي باید ودرول شي."
له دې وړاندې جګپوړو پاکستاني چارواکو په ځلونو تور پورې کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، خو طالبانو په ځلونو دا ادعاوي رد کړې دي.