طالبان: د تورخم-پېښور د لارې بند پاتې کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی

په تورخم کې پاکستاني اړخ ته درېدلي یو شمېر سوداګریز موټر

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په واک کی دی وایي، د تورخم-پېښور د لارې بند پاتې کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

دغه سفارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له یوې اونۍ راهیسې دغه لار د خیبر درې په بیګاري سیمه کې د ځینو کسانو له‌خوا تړل شوې ده.

په دغې خبرپاڼه کې چې د سفارت پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر خپره شوې، راغلي چې تراوسه پر دغې لاره شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوي او هغو سوداګرو زیان کړی چې دغو لاریو کې یې مېوه او ترکاري بار کړې ده.

د افغانستان سفارت وایي، د لارې د بندولو ستونزه یې د پاکستان حکومت سره شریکه کړې، خو هغوی تراوسه ځواب نه دی ورکړی.

له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې وخت نا وخت په یوه او بله پلمه بندیږي چې افغان سوداګرو ته په کې زیان اوړي.