په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي

په ډېره اسمعیل خان کې پاکستاني سرتېري د ګزمې پر مهال

په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو د پېښو په دوام پرون چهارشنبه وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان له کلاچۍ سیمې څخه د پاکستان د پوځ یو افسر او د هغه د کورنۍ غړي تښتولي دي.

تښتول شوی افسر چې د راپورونو له مخې د بریدمنۍ رتبه لري خالد نومېږي او وسله‌والو له هغه سره یوځای د هغه دوه ورونه او یو وراره هم تښتولی دی.

مشال راډیو په سیمه کې د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه افسر د خپل پلار د جنازې مراسمو ته تللی و چې د وسله‌والو منګولو ته ورغی.

تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته منلې چې دغه افسر او د هغه د کورنۍ غړي، چې تراوسه یې دندې معلومې نه دي، دوی یوه خوندي ځای ته تښتولي دي.

پاکستان په وار وار تور پورې کوي چې تحریک طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو لوی درستیز پرون چهارشنبه په یوه غونډه کې یوځل بیا دا تورونه رد کړل او وې ویل، پاکستان د خپلې ادعا لپاره هېڅ ثبوت نه لري.