ډبلیوایف‌پي: په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیرې کېږي

ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیرې کېږي چې د ژوند کولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې یې د کمو امکاناتو کړۍ لا تنګېږي.

د خوړو نړیوال سازمان چې په افغانستان کې اړو میلیونونو کسانو ته خواړه برابروي، پرون چهارشنبې په خپله ایکس شبکې یا ټویټر د دې بیان ترڅنګ یوځل بیا د بسپنې غوښتنه کړې څو اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو خبره وروسته له هغې کوي چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ د یوه نوي قانون په نافذېدو سره پر هغوی نور سخت بندیزونه ولګول.

د دغه نوي قانون له مخې، د نورو محدودیتونو ترڅنګ له کوره بهر باید د ښځو مخونه او بدنونه پټ او غږونه یې وانه‌ورېدل شي.