طالبانو په اسد کې د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي ادعا کړې

د اقینې رېل لاره

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت په زمري یا اسد میاشت کې د اوسپنې د رېل پټلۍ له لارې د لېږد د زیاتوالي ادعا کړې ده.

دې وزارت پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې تېره میاشت د رېل پټلۍ له لارې ۳۱۶زره او ۷۴۳ ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي دي.

د دې وزارت په خبره دغه توکي د حیرتان، آقینه، تورغنډۍ او هرات-خواف د بندرونوله لارې انتقال شوي دي.

د ټولګټو وزارت له سوداګرو غواړي چې خپل سوداګریز توکي د رېل پټلۍ له لارې چې د دوی په خبره خوندي، ارزانه او چټکه لاره ده، انتقال کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت له سوداګرو د رېل پټلۍ له لارې د خپلو سوداګریزو توکو د انتقالولو غوښتنه داسې مهال کوي چې تراوسه د افغانستان د ډېرو بندرونو د رېل پټلۍ کرښې په هماغه ولایتونو پورې محدودې پاتې چې ګاونډیو هېوادونه سره پولې لري.