طالبانو په غزني کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه

د طالبانو د حکومت ستره محکمه په غزني کې پر دوو مجرمینو د تعزیري سزاګانو د عملي کېدو خبر ورکوي.

سترې محکمې پرون چهارشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د ابتدائيه محکمې د پرېکړې پر اساس دوو کسانو ته چې پر غلا تورن شوي وو، پرون چهارشنبې په عام محضر کې تعزيري سزا عملي شوه.

د بیان له مخې، یو تن د دوه کاله تنفيذي بند ترڅنګ په ۳۹ دُرو او بل تورن د درې کاله تنفيذي بند ترڅنګ په ۳۵ دُرو تعزيري سزا محکوم شوي وو چې پر دواړو د دورو وهلو سزا په عام محضر کې تطبیق شوه.

له دې مخکې د سې شنبې په ورځ په هلمند کې پر درېیو کسانو او له هغې مخکې د دوشنبې په ورځ په زابل ولایت کې پر څلورو کسانو په عام محضر کې تعزیري سزاګانې عملي شوې وې.

په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا مجرمینو ته د تعزیري سزاګانو پر عملي کېدو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مدافع سازمانونو انتقادونه کړي، هغه یې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو طالبان وایي، د شریعت له ‌مخې، دا سزاګانې پر مجرمینو عملي کوي.