بریتانیا او جرمني د هیلو ډک تړون پر کار کولو موافقه وکړه

د عکس ښي لور ته د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر او چپ لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د بریتانیا او جرمني مشرانو نن په برلین کې د غونډې پر مهال موافقه وکړه چې پر داسې یوه تړون کار وکړي چې له هیلو ډک دی.

د دفاع او اقتصاد په برخو کې به دا تړون د بریتانیا اړیکي له اروپایي ټولنې سره ټینګې کړي.

د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې دا هڅې په دې معنا نه دي چې بریتانیا بېرته غواړي چې له اروپایي ټولنې سره یوځای شي یا د اتحادیې له واحد بازار سره وصل شي، خو دا د اقتصادي، دفاعي برخو په ګډون په ځینو مواردو کې له اروپایي ټولنې سره د نژدې کېدو په معنا دی.