د طالبانو لوی درستيز: ټي‌ټي‌پي دننه پاکستان کې خپل بريدونه تنظيموي

Pakistan Taliban Fallout

د طالبانو لوی درستیز وایي، د تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې نه، بلکې د پاکستان له دننه بریدونه کوي او خپلې طرحې جوړوي.

فصیح‌الدین فطرت د دفاع وزارت د یو کال د لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې نن په کابل کې د پاکستان دا ادعا یو ځل بیا رد کړه چې د (ټي‌ټي‌پي) وسله‌وال د افغانستان دننه فعاله دي.

هغه وويل: "ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري، سیمې یې نیولې دي او له هغو ځایونو د پاکستان پر پوځیانو او حکومتي ځایونو بریدونه کوي."

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یوه ورځ مخکې تر دې څرګندونو وویل چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه خپل بریدونه تنظیموي.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو بیا بیا ویلي وو، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال د افغانستان دننه په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي او له هغه ځایه د پاکستان دننه بریدونه کوي.