امريکا: افغانستان کې د داعش ترڅنګ يو شمېرې نورې ترهګرې ډلې هم فعاله دي

په کابل کې وسله‌وال طالبان

د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزارت وایي، د طالبانو د دې ادعا برعکس چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ځپل شوې ده، هلته د داعش ترڅنګ یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم فعالې دي.

د دې وزارت ویاند جنرال پټ رایډر د سه‌شنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د بېلابېلو تروروستي ډلو د شتون له امله سیمه څاري.

جنرال رایډر زیاته کړه، واشنګتن نه‌شي کولی چې پر هغو ګواښونو سترګې پټې کړي چې د داعش خراسان څانګې په څېر د ترهګرو ډلو له لوري شته.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت چارواکو پرون وویل، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او له‌منځه تللې ده.

داعش خراسان څانګې نژدې دوې اوونۍ مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه بس کې د چاودنې مسوولیت ومانه، په‌دې حمله کې یو تن وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي وو.