د یو شمېر راپورونو لهمخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه زره درویشتم او څلرویشتم مالي کال کې ترانزیت تجارت نهه پنځوس فیصده کم شوی دی.
وړم کال ترانزیت تجارت نژدې اته میلیارډه ډالرو ته رسېده چې تېر مالي کال نژدې درې میلیارډه ډالرو ته راښکته شو.
امریکایی خپرونه (د نیشن) د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې نهدی اخیستی لیکي، چې د دغو دواړو هېوادو خپلمنځي صادرات او واردات هم دولس په سلو کې کم شوې دي.
په تېر یوه کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شخړو له امله بیا - بیا د تګ راتګ لارې بندې شوي دي او پاکستان هغه افغانان چې ویزې نهلري خپلې خاورې ته نه پرېږدي.