په پام کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیده، مرستیال ولسمشره کامالا هریس او د هغې انتخاباتي ملګری ټیم والز سبا (د اګست ۲۹مه) له CNN ټلوېزیون سره مرکه وکړي.
دا به وروسته لهدې چې مېرمن هریس د ولسمشر بایډن پر ځای په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه غوره شوه، د هغې لومړۍ مرکه وي.
سيايناين وايي، هریس او والز به جورجیا ته چې د انتخاباتو لپاره مهم ایالت دی د سفر پر مهال دا مرکه وکړي او په همدې ورځ به په سیمهيیز وخت د شپې په ۹ بجو خپره شي.
جمهوریپال ګوند تل انتقاد کاوه چې مېرمن هاریس له انتخاباتي کمپاینونو د بایډن تر وتلو وروسته مرکو ته نه حاضرېږي.
کاملا هریس تر اوسه کومې خبري غونډې ته هم خبرې نهدي کړي.