نن چهارشنبه د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د تېزو ورښتونو اټکل شوی

د سېلابونو يو انځور

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د شدید باران، برېښنا، تېزو بادونو او سېلاونو خبرداری ورکړی دی.

دغې اداره پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ورښتونو دغه اټکل یې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان ودرګو، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې کړی دی.

په یوشمېر سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د سالنګونو په ګډون یوشمېر سیمو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی، چې سرعت به یې ساعت کې د پنځوسو او نوي کیلو مترو ترمنځ وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې وروستیو ورځو کې سېلابونو خلکو ته په یوشمېر سیمو کې مالي او ځاني زیانونه واړول.