ملګري ملتونه: طالبان بايد ژر تر ژره د امر باالمعروف قانون بېرته لغوه کړي

طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره دغه قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح او په رسمي جریده کې چاپ کړ.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ویانده روینا شمداساني (Ravina Shamdasani) وایي، طالبان باید د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون ژر تر ژره بېرته لغوه کړي.

شمداساني په یوه خبرپاڼه کې چې پرون سه‌شنبه له جینوا څخه خپره شوې، په‌دې اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنر وولکر تورک اندېښنې منعکسې کړي دي.

هغې ویلي چې، په‌دې قانون کې طالبانو پر ښځو، ځوانانو او رسنیو ګڼ شمېر داسې محدودیتونه لګولي چې له‌مخې يې د هغوی لومړني حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره دغه قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح او په رسمي جریده کې چاپ کړ.

له همغه مهاله د دغه قانون په وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښودل کېږي، خو د طالبانو ویاند دا غبرګونونه بې‌ځایه بللي او له نړیوالو یې غوښتي چې اسلامي قوانینو ته درناوی وکړي.