د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او پر مهال یې د شوې ګډوډۍ مسوول دی.
ښاغلي مسټر پرون سهشنبه له امریکایي سيایناین ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ټرمپ له طالبانو سره منلې وه چې د ۲۰۲۱ کال په مې میاشته کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، چې بیا د جوبایډن حکومت دغه نېټه د همغه کال د اګست وروستۍ نېټې ته وغځوله.
مک مسټر له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پاتې شوی چې دا مهال تقاعد شوی دی.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې خپله ټرمپ د اګست په ۲۶مه، د کابل هوایي ډګر مخې ته د شوې خونړۍ چاودنې د درېیمې کلیزې په مراسمو کې اوسنی ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر مهال په ګډوډۍ تورن کړل.
ټرمپ په هغې پېښه کې د ۱۳ وژل شویو امریکایي سرتېرو په یاد غونډه کې ویلي، بایډن او هریس له افغانستانه د ځواکونو په وتلو سره په نړۍ کې د امریکا اعتبار او درناوي ته زیان واړوه.