ايريک ماېر: اروپايي ټولنې روان کال له افغانستان سره د ۱۰۰ميليونه يورو مرسته کړې

ارزګان کې خلکو سره د مرستې يو انځور

اروپایي ټولنه وایي، د روان ۲۰۲۴ کال له پيله یې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو چې شاوخوا ۱۱۱ میلیونه ډالره کېږي، بشري مرسته کړې ده.

د اروپایي کمېسیون ویاند ایریک مامېر (Eric Mamer) پرون سه‌شنبه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی دغه مرستې د خپلو همکارو موسسو پر مټ وېشي، نه د کوم حکومتي چوکاټ له لارې.

نوموړي وويل: "کله چې موږ د دغو بشري مرستو پر وېش کار کوو، له خپلو همکارو ادارو سره یې چارې مخته وړو، موږ د حکومتي چینل له لارې یا د چارواکو له لارې مخته نه‌ځو، موږ ساحه کې له خپلو همکارو موسسو سره کار کوو، په ښکاره توګه چې دا یو سخت حالت دی."

اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې يې په ۳۵ الوتکو کې افغانستان ته ۱۶ سوه ټنه د ژوند ژغورنې توکي استولي دي.

امریکا او نورو هېوادونو هم له خپله اړخه افغانستان سره بشري مرسته کړې، خو د ملګروملتونو شمېرې لا هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه د اندېښنې وړ بولي او ګڼ خلک هم له وزګارۍ او ناوړه اقتصادي حالته سرټکوي.