د ايران ولسمشر يو سُني سياستوال د کليو پراختيا برخه کې خپل مرستيال ګمارلی

عبدالکریم حسین‌زاده

د ایران اصلاحپال ولسمشر پرون د پارلمان غړی عبدالکریم حسین‌زاده د کلیو او وروسته پاتې سیمو د پراختیا په چارو کې د خپل مرستیال په توګه وګماره.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی چې یو سني سیاستوال د کابینې د غړي په توګه ټاکل کېږي.

ولسمشر پزشکیان په خپل فرمان کې ویلي دي، حسین‌زاده یې د خپل تعهد او باارزښته تجربې له کبله د دې دندې لپاره غوره کړ.

حسین‌زاده ته دنده سپارل شوې ده چې په کلیو کې د خلکو د ژوند وضعیت د ښېګڼې او د کلیوال پرمختګ د شاخصونو د لوړولو لپاره هڅه وکړي.

۴۴ کلن حسین‌زاده له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په پارلمان کې د ایران له شمالي سیمو نقده او اوشنویه څخه استازیتوب کاوه.