زيلينسکي: اوکراين په لومړي ځل خپل جوړ کړی باليستيک توغندی و ازمايه

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، اوکراین د لومړي ځل لپاره هغه بالیستیک توغندی ازمېیلی دی چې په خپله یې جوړ کړی.

دا اعلان په‌داسې حال کې کېږي چې روسیه له تېرو دوو ورځو راهیسې پر اوکراین خونړیو حملو ته دوام ورکوي.

زیلینسکي نن په پلازمېنه کییف کې له یوې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې دا خبر ورکړ، خو په‌دې اړه یې جزییات ورنه‌کړل.

ښاغلی زیلینسکي دا اعلان داسې مهال کوي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدانو څخه بیا بیا غواړي چې د لوېدیځ په وسلو د روسیې په خاوره کې د برید اجازه ورکړي، څو د اوکراین پر ملکي وګړو او د انرژۍ پر تاسیساتو د مسکو د حملو د مخه ونیسي.