د طالبانو حکومت د امريکا متحدهایالتونو هغه پرېکړه رد کړې ده چې وايي، د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د ملي اردو الوتکې او هیلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
د راپورونو لهمخې په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینیک په روانه اوونۍ کې ویلي و، چې امریکا د دې الوتکو د برخلیک په اړه د ازبکستان له چارواکو سره خبرې کړي او موافقه شوې چې هلته به پاتې کېږي.
ښاغلي هینیک ویلي دي، دا الوتکې د افغانستان نه بلکې د امریکا وې.
خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت نن پر ایکس شبکې په یو بیان کې ویلي دي، دا پرېکړه د منلو وړ نهده.
په بیان کې د ازبکستان له حکومت څخه غوښتنه شوې چې پهدې اړه له هر راز معاملې څخه ډډه وکړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د جمهوري نظام د پرځېدو پر مهال پخوانی ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي په پوځي الوتکو او هیلیکوپټرو کې تاجکستان او ازبکستان ته ولاړل، چې تر نن ورځې پورې دا الوتکې او هیلیکوپټرې هلته پاتې دي.